د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، چي هیواد ئې دومره نظامي ځواک لري، چي غزه د نړۍ د نقشې څخه پاکه کړي؛ خو دا کار ئې ونه کړ، ځکه دوی یوازي غوښتل چي حماس له منځه یوسي.
نتانیاهو زیاته کړې چي اسرائیل د دې توان لري، چي غزه داسي بمبار کړي لکه څنګه چي متحدینو د دوهمي نړۍوالي جګړې پر مهال د آلمان د درسدن ښار بمبار کړی و، خو دا کار ئې ونهکړ.
د هغه په وینا، د اسرائیل جګړه یوازي د حماس پر ضد نه ده؛ بلکي د ایران او د هغه د ملاتړ کوونکو ډلو (نیابتي ډلو) پر ضد ئې هم جګړه روانه ده.