د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت مرستيال رحمت الله نجيب د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي د استانبول په ناسته کي د پاکستان مذاکراتي پلاوي د ط..البانو څخه غوښتي، چي په پاکستان کي روانه جګړه ناروا اعلان کړي.
د هغه په خبره چي د فتوا صاردول د دارالفتوا دنده ده او په وينا ئې چي همدا علت و چي د پاکستان سره د ط..البانو مذاکرات بې پايلي پای ته ورسېدل .
د نجيب په وينا چي منځګړو هيوداونو هم د پاکستان د يادي غوښتني ملاتړ کوئ، ځکه چي هغوی د دواړو هيوادونو په حساسو مسايلو باندي خبر نه وو.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو او پاکستان اختلافات ورځ تر بلي زياتېږي، د ط..البانو د رئیس الوزار اقتصادي مرستيال د چهارشنبې په ورځ د يوې غونډي پرمهال ويلي و، چي افغان سوداګر دي د پاکستان پر ځای د سوداګرۍ له پاره يوه بله بديله لار پيدا کړي