ندا الناشف: نړۍوال دي د خبرو د لاري ط..البان د بشري حقونو مراعتولو ته اړ کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مرستيالي ندا الناشف په افغانستان کي د ښځو او نجونو په وړاندي د ط..البانو پر تبعيضي چلند باندي اندېښنه ښودلې ده.
هغې د خپلو خبرو پرمهال د نړۍوالو څخه غوښتي دي، چي په افغانستان کي واکمن ط..البان دي د خبرو د لاري وهڅوي چي د ښځو او بشري حقونو ته ژمن پاته سي.
د هغې په وينا چي ط..البانو په افغانستان کي د نجونو پر زده کړو، کار، سياسي او ټولنيزو فعاليتونو باندي بنديز لګولی، چي دا په ښکاره ډول باندي د افغان نجونو او ښځو د حقونو تر پښو لاندي کولو په معنی دي.
هغې د خپلو خبرو پر مهال د ط..البانو څخه غوښتنه وکړل، چي د خپلو سختو دريځونو څخه لاس واخلي او نرمي دي خپله کړي؛ ترڅو په افغانستان کي ټولي ډلي خپل حق خوندي وګوري.
د هغې په خبره چي ملګري ملتونه او نړۍوال بايد د ط..البانو سره داسي پاليسي غوره کړي، چي په افغانستان کي د ښځو او ټولو نورو ډلو حقونه خوندي پاته سي او ط..البان حساب ورکولو ته وهڅوي.