نرګس مومندحسنزی دنړيوالي سولي جايزي ګټونکي سوه

د ښووني روزني پخوانۍ پوهنیاره استاده نرګس مومند حسنزۍ دسویډن هیواد د ۲۰۲۳ کال د نړیوالي سولي جایزې ګټونکې سوه.
دا جایزه سږ کال په نړیواله کچه د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو څخه څلورو نارینوو او د افغانستان په استازیتوب آغلي حسنزۍ ته ورکړل سوه،
اغلې حسنزی د نړیوالو څخه د بشري مرستو، افغانو نجونو ته د زدکړو بورسیې، د فوټبال د نړیوالي ټولني(فیفا) څخه د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلي په رسمیت پیژندني او په اروپا کي میشت کډوالو ته د ژوند د اسانتیاو برابرولو غوښتنه وکړه.
هغې خپله دا جایزه هغو افغان انجونو ته ډالۍ کړې چي دتیرو دوو کلونو راهیسي یې پر مخ ښوونځۍ تړل سوي دي