نصير احمد فايق: په افغانستان کي نيول سوي معترضي ميرمني دي ژر خوشي سي.

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د طالبانو له لوري د نیول سویو معترضو مېرمنو، (ژولیا پارسي، ندا پرواني، پریسا ازادې او منیژه صدیقي) د خوشي کولو غوښتنه کړې.

ښاغلي فایق د دیسمبر په ۷مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چي د معترضو ښځو نیول، شکنجه، غچ اخیستنه،ځوروني او مرموزي وژني، د افغان ولس له کلتور، د اسلام د سپيڅلي دین له ارشاداتو او د بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره په بشپړه توګه په ټکر کي دي. “

له د افغانستان له چارواکو غوښتي، چي دغه میرمني دي ژر خوشي سي.