نصیر احمد فایق : د افغان کډوالو کړکېچ یو همږغي نړیوال غبرګون ته اړتیا لري

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان استازی نصیر احمد فایق وايي، د افغان کډوالو کړکېچ یو همږغي نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.

هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کي له نړۍ وغوښتل، چي د افغان کډوالو لپاره خپل ملاتړ زیات او داسي حل لاري ولټوي چي امنیت، کرامت او فرصت برابر کړي.

نوموړي زیاته کړه، چي نړیواله ټولنه باید له ټولو قانوني میکانیزمونو څخه کار واخلي، څو په افغانستان کي د ترسره سوو بشري حقونو د سرغړونو او جرمونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندي د سیستماتیک جنډر تاوتریخوالی او د جنسیتي توپیر پالیسۍ ځواب ووايي.

په افغانستان کي د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته پرون چهارشنبه ترسره سوه، چي پکښي په افغانستان کي د روان بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وضعیت خبري وسوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *