نصیر احمد فایق: د ط..البانو په بخښه باور نسته

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق د يکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه باندي د ط..البانو له خوا د پخوانيو پوځيانو او د تېر نظام د مامورينو نيول کېدل غندلي او د ط..الباو دغه کړنه ئې د اسلاميت او بشريت سره په ټکر کي بللې ده.
د فايق په خبره چي ط..البانو يوازي نمايشي بخښه کړې ده او اوس هم په ټول توان هڅه کوي، چي تېر نظاميان ونيسي، شکنجه ئې کړي او په زندان کي ئې واچوي.
د فايق په وينا چي د ط..البانو او د هغوی د مشرانو د بخښي پر وعدو باندي باور نسته.
نصيراحمد فايق دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د پخواينو پوځيانو د وژنو، شکنجه کولو او نيولو ګراف لوړ سوی. دغه راز ملګرو ملتونو تازه راپور ورکړی، چي ط..البان هغه پخواني پوځیان او مدني فعالان چي له ګاونډیو هيوادونو افغانستان ته راغلي نیسي، شکنجه کوي او زندان ته ئې اچوي