نصیر احمد فایق : نړیوال کنوانسیون باید جنسیتي تبعيض په رسمیت وپېژني

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په شپږمه حقوقي غونډه کي د افغانستان استازي نصیر احمد فایق ویلي، چي نړیوال کنوانسیون باید جنسیتي تبعيض په رسمیت وپېژني.

د هغه په وينا، د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي او مجازاتو لپاره یوه نړیواله تګلاره تر بل هر وخت زیاته اړينه ده.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کي د افغان استازي په حواله راغلي، چي په افغانستان کي د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه کره راپورونه سته، چي کېدای سي د بشریت ضد جرمونو په تعریف کي شامل سي.

دا په داسي حال کي ده چي ملګرو ملتونو د دوهم ځل لپاره په دې اسامبله کي د افغانستان د رایي ورکولو د حق غوښتنه رد کړې ده.

چارواکو بیا په افغانستان کي په وار وار د بشري حقونو د سرغړونو په اړه تورونه رد کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *