افغان سیاستوال او د پخواني حکومت پر مهال والي عبدالجبار نعیمي ویلي، چي په ایران او پاکستان کي افغان کډوال په بدترین وضعیت کي دي او باید ږغ يې واوریدل سي.
هغه دغه څرګندوني د کاناډا، د اونټاریو ایالت په میسساګا ښار کي افغان کډوالو ته د ورپېښو ستونزو د هواري او بشري حقونو د نقض د مخنیوي په موخه جوړي سوي غونډي ته کړي دي.
دا په داسي حال کي ده چي پاکستان د افغان کډوالو، چي دا هیواد یې غیرقانوني بولي، د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
یوازي په تېرو دوو ورځو کي پاکستان سلګونه کسان له خپلي خاوري ایستلي او سلګونه نور نیول سوي دي.
عبدالجبار نعیمي زیاته کړې، نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري (UNHCR) او IOM د افغان کډوالو د حقونو په خوندي کولو کي پاته راغلي دي.
هغه دغه راز ویلي، چي باید په افغانستان کي حاکم لوری هم خپل مسوولیت ادا کړي، له پاکستان او ایران سره د افغان کډوالو ستونزي په جدي ډول مطرح کړي او دغه راز د نجونو د زده کړو په برخه کي اقدام وکړي تر څو نور افغانان کډوالۍ ته مجبور نه سي.