نن د‌شکري ناروغۍ نړۍواله ورځ ده؛ په افغانستان کي ئې ډاکټران پرمخنيوي ټينګار کوي

د نومبر څوارلسمه چي د شکري (دیابت) نړۍوالي ورځي سره برابره ده، روغتیايي چارواکي وايي چي دا ناروغي په افغانستان کي د هر عمر خلګ اغېزمنوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی چي شکره نه یوازي لویان، بلکي ماشومان هم متاثره کولی سي.
ډاکټران وایي، که ناروغان د شکري ناروغي پر وخت ونه درملنه ونه کړي؛ د زړه د حملې، دماغي سکتې، د پښتورګو خرابوالي او د بدن د غړو د پرې کېدو له جدي خطر سره مخ کېږي.
دغه راز د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چي په افغانستان کي د شکري ناروغي کولای سي هر کس اغېزمن کړ