د پښتو ژبي ستر خدمتګار لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي د ۱۳۶۳ش کال د ثور پر شلمه د زړه د ناروغۍ له امله د ۷۴ کالو په عمر وفات او افغانان یې له عالمانه فیوضاتو څخه محروم سول.
د هغه د څلوېښتم تلین په اړه نن کوم ځانګړي پروګرامه نه وه جوړ سوي یوازي په کندهار پوهنتون کي د یوې غونډي خبر ورکول سوی وو خو رسنیو ته بلنه نه وه ورکول سوې.
د پښتو ژبي ستر خدمتګار پوهاند عبدالحي حبيبي د خپل څه د پاسه نيمي پېړۍ فرهنګي فعاليت په ترڅ کي ډېري نوښتګري هڅي کړي دي او په معاصر فرهنګي ډګر کي يوازنى تر ټولو زيات پرکاره عالم وو.
د کندهار پوهنتون استاد مطیع الله روهیال وایي، څلوېښت کاله وسوه، چي افغان اولس د خپل تاریخ، ادب او فرهنګ لوی خواخوږی او کالخوایه له لاسه ورکړی دئ او دا هغه عالم او محقق انسان وو چي زړه یې د خپلي ژبي او فرهنګ په روڼولو دومره ستړی کړ، چي بالاخره ودرېد.
ښاغلي استاد د علامه حبیبي د څلوېښتم تلین په مناسبت د (طلايي پاڼو) په نامه یو کتاب هم خپور کړی چي پکښي د مرحوم ادبي ټوټې راټولي سوي.
علامه حبیبي د عبدالحق اخند زاده زوی، د عبدالرحیم اخندزاده لمسی او د محقق کندهاري (علامه حبیب الله اخندزاده) کړوسی دی، چي په ۱۲۸۹ هجري شمسي کال د کندهار ښار بامیزو په کوڅه کي زېږېدلی دی.
د علامه حبیبي څخه تر ۱۳۰ زیات چاپي آثار پاته دي، همدارنګه يې په سلګونو مقالې او رسالې خپرې سوي، تر دوو سوو زیاتو ملي او نړیوالو علمي سیمینارونو او کنفرانسونو کي یې د هیواد په استازیتوب ګډون کړی دی.