نن د روغتیا نړیواله ورځ ده؛ WHO وايي، میلیونونه افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

د اپرېل میاشتي اوومه نېټه د روغتیا نړیواله ورځ ده او په داسي حال کي لمانځل کیږي چي د معلوماتو له مخي زیات شمېر افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو‌ایچ ‌او وایي، په افغانستان کي د اقتصادي او نورو ستونزو له امله دا مهال میلیونونه کسان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د دغه سازمان په وینا، په وروستیو کي ښه تغذیې او خوړو د نشتون، اقلیمي بدلونونو او ځینو نورو ستونزو له امله شدیدي تنفسي او ساري ناروغۍ او شری زیات سوی دی.
یو شمېر افغانان هم وایي، بې روزګاري، اقتصادي ستونزي، فقر او د دولتي روغتیايي خدماتو کمښت هغه لاملونه دي چي ډيری افغانان یې له روغتیايي خدماتو بې برخي کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر اساس په افغانستان کي شاوخوا ۹ نیم میلیونه کسان په هغو سیمو کي ژوند کوي چي روغتیايي اسانتیاوو او خدمتونو ته لاسرسی نه لري.