نن د زمري یا اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو له ۱۰۵مي کلیزي سره برابر ده

د پخواني افغان پاچا امان‌الله خان په مشرۍ افغانستان د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸ مه چي د ۱۹۱۹ د اګست له ۱۹ مې سره سمون خوري، له بریتانیا سره د یوې معاهدې پر بنسټ خپلواکي اعلان کړه.

په افغانستان کې سرپرست حکومت هم دغه ورځ د یو لړ مراسمو په جوړولو سره ونمانځله.

نن په کابل کي په دې اړه جوړي سوي غونډه کي د حکومت لوړپوړو چارواکو د دې ورځ په مناسبت افغانانو ته مبارکي وویله.

غونډي ته د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب وویل چي نړۍ سره په متقابل درناوي ولاړي او ټینګي اړیکي غواړي، خو هیڅکله به فشارونو ته تسلیم نه سي.

د ملا یعقوب په خبره، دوی به هیڅکله اجازه ورنه ‌کړي چي داعش او نوري ورانکاري ډلي په افغانستان کي ګډوډۍ رامنځته کړي.