نن د سپټمبر د یوولسمي ترهګريزي پېښي ۲۴مه کلیزه ده

نن پنجشنبه، د وږي ۲۰مه، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مي خونړیو ترهګریزو بریدونو څلورویشت کاله پوره سوه. دغه بریدونه د اسامه بن.لادن په مشرۍ د ال.قاعده شبکې له خوا پلان او طرحه سوي وو، چي په کښي ۱۹ ترهګرو څلور ملکي الوتکي وتښتولې.
د دغو تښتول سوو الوتکو د ډلي څخه دوې الوتکي د نیویارک ښار د نړۍوال سوداګریز مرکز د دوو برجونو سره ټکر سوې، چي دواړه ودانۍ ئې په بشپړ ډول ونړولې او شاوخوا ته ئې پراخ مالي او ځاني زیانونه ورسول.
دغه راز درېیمه الوتکه د واشنګټن ډي سي په پینټاګون کي ولګېده او څلورمه الوتکه د مسافرو د مقاومت له امله د پنسلوانیا ایالت په یوه شاړه سیمه کي ولوېده.
په دې بریدونو کي، شاوخوا درې زره امریکایان ووژل سوه. تر بريدونو وروسته سمدستي ال.قاعده شبکې رسماً د دغو بریدونو مسئوليت پر خپله غاړه واخيستی.
دغه پېښه د امریکا په مشرۍ د نړۍوالو ائتلافي ځواکونو د افغانستان پر ضد د پوځي عملیاتو لامل سوه، ځکه د طالبانو ډلي د نورو ترهګرو ډلو سره د القا.عده مشر اسامه ته افغانستان کي ځای ورکړی و،چي بلاخره د ط..البانو لومړۍ واکمنۍ د امريکا او شريکانو په مرسته ئې ړنګه او په افغانستان کي موقت حکومت تاسيس سو.
تر موقت حکومت وروسته په افغانستان کي جمهوري نظام جوړ سو تر شل کاله واکمنۍ وروسته بېرته ط..البان چي ادعا کېږي د ال.قاعده شبکې نژدې ملګري دي واک ته ورسېدل.
د جمهوريت تر سقوط وروسته او د ط..البانو له واک ته بیا راستنېدو راهیسي، نړۍوالي اندېښني لا هم پر ځای دي. راپورونه وایي، د اسامه بن لادن زوی، حمزه بن لادن، چي ویل کېږي ژوندی دئ، له افغانستانه د ال.قاعده د بیا فعالېدو هڅي کوي.
سره له دې، امریکا تر اوسه د ط..البانو د حکومت په اړه روښانه تګلاره نه ده اعلان کړې. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو څانګي راپور ورکړی چي لا هم ترهګري ډلي د ط..البانو تر سیوري لاندي په افغانستان کي فعالیت لري.
د سپټمبر د ۱۱مي پېښي نه یوازې د امریکا؛ بلکي د ټولي نړۍ له پاره یو ستر امنیتي ګواښ وګرځېدی، چي اغېزې ئې تر نن ورځي پوري احساس کېږي.