نن د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ ده

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کي هره میاشت ۶۰ افغانان د ماین په پیښو کي مړه یا ټپیان کیږي او په دغه هیواد کي د ۴۰۱ ولسوالیو څخه له دریو څخه دوې برخي یې په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړي دي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یوناما وایي، په افغانستان کي د تیرو څو لسیزو جګړو پر مهال تر مځکي لاندي ماینونو په چاودنو کي تر ۴۵ زرو پوري افغانان مړه اویا ټپیان سوي دي.
یوناما ویلي، د ماین پاکۍ د ټیمونو له خوا تراوسه په افغانستان کي د شاوخوا ۳۰ زرو کیلومترو مربع مځکي څخه ماینونه او ناچاوده توکي پاک سوي، خو لا هم ماینونه او ناچاوده توکي د خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند ګواښي.
تېره یکشنبه د غزني ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کي د تیرو جګړو څخه د یوه پاته ماین د چاودني له امله نهه ماشومان ووژل سوه او دغه راز په همدې ورځ په هرات کي د ماین په چاودنه کي یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ او پنځه تنه نور ټپیان سوي وه.