نن د ملي قاید میرویس خان نیکه د پارس د صفوي دولت د ظلم او جبر په وړاندي د پاڅون ۳۱۶ مه کلیزه ده

ميرويس خان نيکه د افغان تاریخ یوه ځلانده څېره او شخصيت دئ، چي د صفوي دولت د ظلم په وړاندي ئې د خپلواکۍ لپاره پاڅون رهبري کړ. هغه په ۱۷۰۹ ع کي د خپلواکۍ د مبارزې له پاره د پښتنو مشري وکړه، چي په دې سره ئې افغانانو ته د خپلواکۍ او آزادۍ پیغام ورکړ.
ميرويس خان نيکه د افغان تاریخ یو نه هیرېدونکی شخصیت دئ، چي د هغه مبارزې او قربانۍ د خلګو د آزادۍ لپاره د لارې پرانستلو سبب سو. د هغه پاڅون نه یوازې د افغانانو د ملي هویت په رامنځته کولو کي مرسته وکړه، بلکي د تاریخ په ډګر کي ئې د یو نوي دور پیل هم وکړ. ميرويس خان نيکه د افغان ملت د آزادۍ لپاره ستره مبارزه وکړه، چي د هغه یادګار او میراث تر نن ورځې پوري د افغانانو د روحیې یو مهم برخه ګرځېدلي ده. د هغه کارنامې نه یوازې د افغانانو د تاریخ په بڼه کي بدلون راوست، بلکي د راتلونکي نسل لپاره ئې هم د الهام بخښونکی لارښود رول ادا کړ.
روح ئې ښاد او یاد دې تل پاته وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *