نن شنبه د پاکستان پنجاب صوبې د اسمبلۍ د مشر او مرستيال ټاکلو مرحله پيليږي.

د پاکستان پنجاب صوبې اسمبلۍ ته بريالي سوو کانديدانو د جمعې په ورځ لوړه وکړه. او ددې اسمبلۍ د مشر او مرستيال ټاکلو لپاره نن پر ۴ بجې يوه غونډه د سيبتين خان په مشرۍ جوړه سي

په پاکستان کي امنيتي تدابير لوړ سوي ترڅو ياده پروسه په چټکی او امن فضا کي ترسره سي .د ولایتی پولیسو مشر امر کړی چې د پنجاب اسمبلۍ په ودانۍ کې امنیت په لوړه کچه وساتي. هغه وویل د ټولو غړو لپاره بشپړ امنیت چمتو سوی دی.