نن په افغانستان کي د جمهوريت د تاسيس ۵۱مه کليزه ده

له نن څخه ۵۱ کاله وړاندي داوود خان د ځوانو افسرانو په مرسته د محمد ظاهر شاه د څلور لسیزو شاهي نظام نسکور او د لومړي ځل لپاره يې په افغانستان کي د جمهوریت بنسټ کښېښودی.
سردار محمد داوود خان د کودتا له بریا وروسته په لومړنۍ وینا کي ولس ته وویل، دا کار یې د اصلاحاتو او د اصلاحاتو پر وړاندي د پرتو خنډونو د لیري کولو په موخه کړی دی.
د کودتا پر مهال د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه د روم په بهرني سفر بوخت وو او د مهمو چارو سرپرستي د هغه د اکا د زوی سردارولي پر غاړه وه.
د سردار داوود خان د جمهوریت په لومړنیو کلونو کي په بېړه په پنځو کلنو کي پر انکشافي پلانونو کار وسو.
ځیني مهمي پروژې لکه د سلما بند، د کمال خان بند او یو شمېر نوري چي په دې وروستیو کلونو کي بشپړي سوې، هغه مهال طراحي او ډیزاین سوي وې.
داود خان پر افغانستان پنځه کاله واکمني وکړه، خو د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه نېټه د خلق دیموکرات ګوند ورباندي کودتا وکړه چي په پایله کي داوود خان د کورنۍ له ۱۷ غړیو سره یو ځای ووژل سو.