نن په هیواد کي د ټاپي پروژې تر څنګ د ټاپ، نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ پروژې پرانېستل سوې

نن په هیواد کي د ټاپي پروژې تر څنګ د ټاپ، نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ پروژې پرانېستل سوې او ورسره د ټاپي پروژې اړوند نورالجهاد سب سټېشن ګټي اخیستني ته وسپارل سو.

ټاپي پروژه چي له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته ګاز لېږدوي؛ له کلونو راهیسي په هیواد کي د جنګ جګړو له امله پاته وه.

د افغانستان رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند هم دا پروژه د افغانستان او ترکمنستان ښه نیت ښودنه بللې او همدارنګه دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړېکو پر پراختیا، د پراختیايي پروژو پر اهمیت او سیمه ییزو پروژو پر سر خبري کړي دي.

یادې پروژې نن د افغانستان او ترکمنستان هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو په شتون کي په هرات کي پرانېستل سوې.

مسوولین وایي، چي له ښکېلو هیوادونو سره پرېکړه سوې، چي په افغانستان کي د دې نل لیکي د تېرېدو امنیت ټینګولو تر څنګ به په هیواد کي ټول کاريګر افغانان وي او ماشینري به هم د افغانستان کارول کېږي، چي له دې سره به ټاپي کي زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره سي.

ټاپي نل لیکه په کلني ډول د ۳۳میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري، چي له دې څخه به یې ۵میلیارد مترمکعب افغانستان او پاته نور به په مساويانه ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل سي.