نوراحمد د کربین لیګ د مخکښ توپ اچونکي او د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزې وګټلې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي کرار توپ اچونکی نوراحمد د کربین لیګ د مخکښ توپ اچونکي او د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزې وګټلې.

د کربین لیګ یا سي پي ایل سیالو پایلوبه پرون یکشنبه د ویسټ اینډيز د پروېډینس په لوبغالي کي د سنټ لوشیا کینګز او ګیانا امازون واریرز لوبډلو ترمنځ ترسره سوه چي د ۶ وېکټو په تفاوت سنټ لوشیا وګټله او د کربین لیګ د سږني پړاو اتله سوه.

په پایلوبه کي ګایانا لوبډلي ۱۳۸ منډي کړي وې او سنټ لوشیا په نولسم اور کي د ۴ وېکټو په سوځېدو سره هدف پوره کړ.

نوراحمد چې د سنټ لوشیا په لوبډله کي لوبېدی، په پایلوبه کي یې ۳ لوبغاړي وسوځول او په ټولیزه توګه یې په ټورنمنټ کي ۲۲ ويکټي واخیستې چي تر ټولو توپ اچونکو مخکي و او د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *