نورستان کښي د تېر جمهوري نظام يو سرتېری نامعلومو کسانو وژلی دئ.

د نورستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په واما ولسوالۍ کښي د‌جمعې په ورځ د تېر نظام د محلي پوليسو د يحيي په نوم يو سرتېری نامعلومو کسانو ويشتلی او وژلی دئ.
په ورته وخت کښي د دغه ولايت د ط..البانو امنتي کسانو دغه پېښه منلې او زياتوي، چي دغه کس د شخصي دوښمنۍ له امله وژل سوی دئ.
هغوی وايي، چي د پيښي عاملین له سیمي تښتېدلي، خو دوی ئې د نیولو هڅي رواني کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *