د نيوزيلېنډ کرکټ لوبډلي کوربه پاکستان ته د شل اووريزو سياليو په څلورمه لوبه کي په څلورو منډو ماته ورکړه.
د پنځو لوبو په لړۍ کي نيوزيلېنډ پرله پسې پاکستان ته دوه ځله ماته ورکړه، پاکستان په دغه لړۍ کي یوازي يوه لوبه ګټلې ده.
نيوزيلېنډ په دې لوبه کي لومړی توپوهنه وکړل او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کي یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډي جوړي کړې.
د نيوزيلېنډ د ۱۷۸ منډو په مقابل کي پاکستانۍ لوبډلي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۴ منډي وکړې او لوبه یې وبایلل.