نړیوالو رسنیو خبر ورکړی دی، چي د «هیات التحریر الشام وسله‌والي» ډلي د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د پوځ تر کنټرول لاندي لږ تر لږه ۱۰ سیمي د سوریې د پوځ پر ضد په خپلو بریدونو کي نیولي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چي د دغه برید په پایله کي د حلب ولایت په شمال کي د سوریې د پوځ لسګونه سرتیري او یاغیان وژل سوي دي.
دغه رسنۍ په انګلستان کي د سوریې د بشري حقونو د څارني ادارې له خولې ویلي چي د چهارشنبې په ورځ په نښتو کي د هیات تحریر الشام وسله والي ډلي شاوخوا ۱۰۰ تنه جنګیالي او پوځیان وژل سوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي هم ویلي چي په دغه برید کي د تحریر الشام ۴۴ غړي او د هغې د متحدو وسله‌والو ډلو ۱۶ غړي وژل سوي دي.
دغه راز د سوريې د حکومتي ځواکونو د بېلابېلو رتبو د څلورو افسرانو په ګډون ٣٧ تنه وژل سوي او پنځه تنه يې نیول سوي دي او د وسلو ګودامونه، زغروال موټر، ماشينري او درنې وسلې د سوريې د وسله‌والو مخالفينو لاس ته ورغلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *