نړیوالي ادارې: په افغانستان کي له ۲۰۱۹ راهیسي تر اوسه د اړو کسانو شمېر پنځه برابره زیات سوی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ اداره یا اوچا وایي، د افغانستان بشري وضعیت خراب دی او له ۲۰۱۹ کال راهیسي تر اوسه د اړمنو کسانو شمېر ۵ برابره زیات سوی دی.
د اوچا مسوولینو تازه ویلي چي روان کال په افغانستان کي ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخي دا شمېر د ۲۰۱۹ راهیسي پنځه برابره زیاتوالی ښيي چي ډېری برخه یې ښځي او کوچنیان دي.
تر دې وړاندي هم یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې وه.
په افغانستان کي د تیري یوې میاشتي سیلابونو له امله بشري مرستو ته د هیوادوالو اړتیا نوره هم زیاته سوې ده.