نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په یو راپور کي ویلي چي د روان کال سپټمبر په میاشت کي د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتي په پرتله د دغه هیواد صادرات د یو شمیر عواملو له امله چي پکښي د پاکستان د سوداګرۍ پالیسو بدلون هم شامل دی ۱۴ فیصده کموالی راغلی دی.
نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتي په راپورکي ویلي چي سږکال د سپټمبر تر میاشتي د افغانستان د صادراتو کچه ۹۲۰.۵ میلیونه ډالره وه چي دا اندازه د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ فیصده کموالی ښيي.
دغه بانک صادراتو د کمښت په علتونو کي د افغانستان پر وړاندي د پاکستان د سوداګرۍ پالیسۍ بدلون، د افغانستان په تازه میوو او کرهڼیزو محصولاتو لوړه مالیه اخیستل او هم په دغه هیواد کي د افغانستان د ډبرو سکرو د کارولو پرځای سیمه ییزو سکرو کارول ښودلي دي.
د دې دمخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وه چي د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کي پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کي ۱۰ فیصده کموالی راغلی وو.