نړیوال بانک په یوه راپور کي ویلي، چي د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتي راهیسې یې له افغانستان سره ۱،۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده

د دغه راپور پر بنسټ، دغه مرستي ښځو او نجونو ته د خدمتونو وړاندي کولو لپاره ځانګړي سوي وې.

دا په داسي حال کي ده، چي یو شمېر امریکايي سناتورانو او نورو چارواکو په وار وار په افغانستان کي بشري مرستو ته د حکومت پر لاسرسي نیوکه کړې او ویلي یې دي چي باید دا مرستي بندي سي.

نړیوال بانک وايي چي د دغه بانک رٸيس د افغانستان له لاري جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د برېښنا د سوداګرۍ د پروژې (کاسا ۱۰۰۰) بیا پیلول هم تاييد کړي دي.

ياد بانک وايي چي په افغانستان کي به د دغه پروژې کارونه په محدوده توګه بیا پیل سي ترڅو ډاډ ترلاسه سي چي ټول ساختماني تادیات او راتلونکي عواید له افغانستان څخه بهر د حکومت له لاسوهني پرته اداره کیږي.

د بانک په راپور کي همداراز ویل سوي چي دوی د خپلو پروژو په محور کي ښځي او نجوني ځای پر ځای کوي او ډاډ ورکوي چي د پروژې فعالیتونه به د ښځو له خوا پلي کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *