نړۍ وال بانک په خپل خپاره سوي راپور کي ویلي دي، چي په افغانستان کي د بېکارۍ کچه ورځ تر بلي مخ په ډېریدو ده.
دغه بانک دغه راز زیاتوي، چي په افغانستان کي د بېکارۍ کچه دوه برابره سوې ده او همدارنګه په هره څلورو افغانانو کي یو تن بېکاره دئ.
په دغه راپور کي دغه راز ویل سوي دي، چي په افغانستان کي د ځوانانو له پاره په ځانګړې توګه د مېرمنو له پاره د کار زمینه ډېره محدوده ده.
په راپور کي همدارنګه ویل سوي، چي په راتلوونکي کښي ښایې دا حالت نور هم جدي سي او د افغانانو کاري فرصتونه د ګواښ سره مخ سي.
نړۍوال بانک دا راپور پر داسي مهال ورکوي، چي ط…البانو په افغانستان کي د ۱۵۰ زره دولتي بستونو د لغوه کېدو خبر ورکړی، چي په دې سره به زرګونه نور افغانان هم بېکاره سي.