نړۍ ته د خطر زنګ؛ ځیني سیمه ییز هیوادونه غواړي داعش ډله تقویه او په خپله ګټه وکاروي

المرصاد ویب پاڼه چي تر ډېره د داعش اړوند خبرونه او موضوعات خپروي په یوه لنډه مقاله کي لیکي چي ځیني سیمه ییز هیوادونه غواړي د داعش خراسان څانګه تقویه او په سیمه کي یې په خپله ګټه وکاروي.
المرصاد لیکلي، داعش خراسان څانګه چي په افغانستان کي له ځپل کیدو وروسته د افغانستان ګاونډ ته انتقال سوې ده، له پاته شونو سره یې یو شمېر ګاونډي هیوادونه په مستقیم او غیر مستقیمه توګه په تماس کې دي او غواړي له دوی سره یو جوړجاړي ته ورسیږي.
د المرصاد په باور دغه هیوادونه له دې جوړجاړي څخه دوې موخي لري یو دا چي داعش د دوی په هیوادونو کي د دوی له خوښي پرته عملیات تر سره نه کړي او بل دا چي داعش ته د ځینو تسهيلاتو په ورکړي سره له هغوی څخه په سیمه او نړۍ کي په بريدونو کي کار واخلي.
ویب پاڼه لیکي، چي دا هیوادونه په ځانګړې توګه پاکستان په دې کار سره غواړي، داعشیان د خپلو رقیبانو پر ضد وکاروي، سربيره پر دې دا هیوادونه د یو شمېر هغه داعشیانو پر بيرته فعالولو هم کار کوي، کوم چي د مختلفو عواملو له امله مايوسه سوي او پر کورونو ناست دي یا هم تسلیم سوي دي.
المرصاد زیاتوي، که چیري نړۍ د افغانستان په ګاونډ کي له داعشیانو سره ترسره کېدونکو خطرناکو سازشونو ته پاملرنه ونه کړي کیدای سي ډېر ژر د دې سازشونو د ناوړه پایلو په نتیجه کي نړۍ هم په سخته توګه اغيزمنه سي.
ویب پاڼه ټينګار کوي چي نړۍ بايد د دې تر څنګ د داعشیانو د تولید پر نوو مرکزونو هم خپل پام زیات کړي له کومو څخه چي د سیمي او نړۍ هر ګوټ ته د داعش ډلي د توليداتو رسيدنه کومه ستونزمنه چاره نه ده.
دغه مقاله پر داسي مهال خپره سوې چي نن په کندهار کي ځانمرګی برید تر سره سو، که څه هم تر اوسه کومي ډلي د دغه برید مسوولیت نه دی منلی خو چارواکو د خوارجو کار بللی.