نیمروز والي ویاند: له تيرو دوو ورځو څخه د نیمروز او ایران لار د تګ راتګ پر مخ تړل سوې

د نیمروز د والي ویاند رحیم الله ساجد څراغ نيوز ته وویل، چی د ایران سره لار (ابريشم پل) له تیرو دوو ورځو راهیسي تړل سوې ده.
ساجد وايي، چي دغه لار د يوې کوچنۍ ستونزي له کبله د ایراني ځواکونو له لوري بنده سوې.
د هغه په خبره، چي د لاري د خلاصیدو لپاره د نيمروز ولایت مقام د ایراني چارواکو سره په خبرو بوخت دي.
نوموړي ونه ويل، چي ستونزه پر څه جوړه سوې ده.
خو ډېر مهال پر دي لار د دواړو هيوادونو پوله ساتي ځواکونه د موټر چلونکو د ناسم چلند له کبله په لانجه اوړي او وروسته د لاري د تړل کېدو لامل جوړ سي.