نیوزیلنډ سریلانکا ته د اتو وېکټو په توپیر ماته ورکړه

د ښځو په پیل سوي شل اوریز نړیوال جام کي د شنبې په ورځ د ورځي لومړۍ لوبه د سریلانکا او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره سوه چي د ۸ وېکټو په توپير نیوزیلنډ وګټله.

په دې سیالۍ کي سریلانکا لومړۍ توپوهنه کړې وه چي په شلو اورونو کي یې د ۱۱۶ منډو هدف ټاکلی وو، نیوزیلنډ یاد هدف په اتلسم اور کي د دوو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته پوره کړ.

دغه راز د یادي ورځي په دوهمه سیالۍ کي بیا سویلي افریقا د ۷ وېکټو په توپیر بنګله‌دېش ته ماته ورکړه.

بنګله‌دېشۍ لوبډلي د ۱۰۷ منډو هدف ټاکلی وو او سویلي افریقا په اتلسم اور کي د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو پوره کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *