د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره د اسرائیلو او ايران ترمنځ د روان کړکېچ له امله په ايران کي د مېشت افغان خبريالانو پر امنيت باندي اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې ( نی) په ایران کي د بند پاته افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د نړۍوالو سازمانونو څخه ئې غوښتنه کړې ده، چي دغه افغان خبريالان دي خوندي هيوادونو ته انتقال کړي.
دغي ادارې د ملګرو ملتونو له د فترونو او د بشري حقونو له بنسټونو څخه غوښتي چي د افغان خبریالانو د خوندي لېږد له پاره دي په دريم هيواد کي ورته د اوسېدو زمينه برابره سي.
نی د افغان خبريالان د ايران څخه د ايستلو غوښتنه پر داسي مهال کوي، چي د ايران او اسرائیلو د روان کړکېچ په جريان کي پر ايران د اسرائیلو په بريد کي يو اتلس کلن افغان ځوان وژل سوی او درې نور ټپيان سوي وه.