د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پوځ لوی درستیز هبت الله علیزی د ط..البانو دولت ته په اشاره ويلي دي، چي ط..البان حکومت نه دئ؛ بلکي هغوی په افغانستان کي يوه جنايتکاره ډله ده.
د هغه په خبره چي ط..البانو په افغانستان کي وسله والو ترهګرو ډلو ته ځای ور کړی او د افغانستان څخه ئې نړۍ او د سيمي هيوادونه نا امنه کړي دي.
عليزي دغه راز ويلي چي د ط..البانو تېرو جنایاتو او د افغانستان له خلکو سره د دوی خیانت د ډیپلوماسۍ له لاري نه سي پټېدلای.
هغه دغه راز د ط..البانو غوښتي چي د تېرو نظاميانو د وژني او شکنجه کولو دي لاس واخلي.