هرات کي یو نابغه ماشوم بغیر له ښوونځي ته تللو ۸ ژبي زده کړي دي

د محمد اميري په نوم ۹ کلن هراتي ماشوم پرته له دې چي ښوونځي ته ولاړ سي ۸ ژبي زده کړي دي .
یاد ماشوم د پښتو او دري په شمول انګلیسي ، عربي ،فرانسوي ، ترکي ،آلماني او اردو ژبي زده کړي دي ، د حیرانتيا خبره داده چي هغه هره ژبه فقط په دوو میاشتو کي زده کوي .
دغه ماشوم د ژبو د زدکړو سربېره په ریاضي کي هم د پام وړ استعداد لري او د جمع ،منفي او ضرب د سوالو په حلولو کي بې مثاله تیز دی.
د یادولو وړ ده چي د ط..البانو لپاره د هرات والي د یاد ماشوم د کورنۍ سره ليدلي او هغوی ته یې د ماشوم د زدکړو د دوام له پاره د هر اړخېز حمایت وعدې ورکړي دي