هرات کښي خاوند خپل مېرمن وژلې

د هرات څخه يوې سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه ولايت کښي د‌ جمعې په ورځ خاوند خپل مېرمن وژلې ده.
د هرات د ط..البانو امنتي چارواکو هم ياده پېښه منلې ده.
د‌ دغې پېښي د رامنځ ته کېدو اصلي لامل نه دئ څرګند خو د سيمي اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ياده پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته سوې ده.
د يادوني وړ ده، په افغانستان کښي د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلي ډېريږي، د بريتانيا سفارت په خپل وروستي راپور کښي ويلي دي، چي په افغانستان کښي ۴۶ سلنه مېرمني د فزيکي تاوتريخوالي څخه کړيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *