هر کال دا وخت د کندهار انار چي نړۍ وال شهرت لري، بهرنیو هیوادونو ته صادرات پیلوي.

هر کال دا وخت د کندهار انار چي نړۍ وال شهرت لري، بهرنیو هیوادونو ته صادرات پیلوي. سږ کال د انارو سوداګر د لاري په اوږدو کي ځنډ او خنډ انديښمن کړي دي. دوی له اړونده مسوولینو څخه غوښتنه کوي چي انارو ته دي په نړۍ وال بازار کي د خرڅلاو نوره زمینه هم برابره سي. پر همدې مهال د دغه ولایت د سوداګرۍ خوني مسوولین وايي تر اوسه له کندهار څخه شاءوخوا ۳۳ زره او ۵۰۰ ټنه انار صادر سوي دي.