هغي ایرانۍ ښځي په خپلو جرمو اعتراف کړی چي خپل ۱۱ میړونه یې وژلي وه

پرون شنبه د اګسټ پر ۹ م تاریخ د ګلثوم اکبري په نوم ښځي چي د ایران د مازندران ولایت د ساري سیمي اوسېدونکې وه په خپلو هغو جرمو اعتراف کړی چي خپل د ۱۱ میړونو د وژلو په تور د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کي نیول سوې وه .
دغي ایرانۍ ښځي ۳۷ ځله واده کړی و ، چي ۱۸ یې موقتي او ۱۹ یې دایمي ودونه وه ، چي اوس یې ټول میړونه مړه سوي دي ، هغې په خپل اعتراف کي ویلي دي چي ما په اوبو او غذا کي د نشه یي او الکحولي موادو په ګډېدو سره په تیرو دوو لسيزو کي خپل ۱۱ میړونه وژلي دي او دا کار مي دهغوی د شتمني او دارایې د لاسته راوړلو لپاره کوئ .

د یادوني وړ ده چي په دغه اعتراف سره د یادي میرمني د اعدام امکان ډیر سوی دی خو لا تر اوسه د ایران محکمو پر یادي مېرمني د اعدام حکم ندی کړی .