هلمندکي دترافيکي پيښو له امله مرګ ژوبله

هلمند کي له تېري یوې اوونۍ راهیسي د درېیو ترافیکي پېښو له امله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، ترافیکي پېښي د ګرشک او موساکلا ولسوالیو اړوند سیمو کي رامځته سوي، چي له امله یې یوه ماشومه مړه سوې او د یوې ښځي په ګډون شپږ ټپیان دي.