هلمند : دیوې روغتیایې څارني پرمهال ۷ روغتیایې مراکز تړل شوي دي

د هلمند ولایت عامي روغتیا رئیس ډاکټر سید احمد سعید په لارښوونه د دې ریاست د روغتیایي قوانینو او څارني ټیم له لوري د مرکز لښکرګاه شهید غلطان سیمه کي د یو شمېر خصوصي روغتیایي کتنځایونو څخه دڅارني پر مهال ۷ روغتیایې مراکز تړل شوي دي .

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور مرستیال مولوي شیر محمد وحدت پدې اړه وول :

««د ټاکل شوي ګډ ټیم له لوري د ۴ روغتیایي کتنځایونه چي درې ۳ یې د غاښو کتنځایونه دي د اتوکلاو نه درلودلو په خاطر او یو روغتیایي مرکز د اسنادونو نه درلودلو په خاطر تړل شوي دي »»

د یادوني وړ ده چي یاده پروسه به دې ته ورته نورو ساحو کي هم تر سره سي ترڅو د غیري مسلکي، بې اسنادو اشخاصو د تشخیص او درمل ورکولو مخه ونیول شي