هلمند: چاودني پنځو کوچنيانو ته مرګ ژوبله اړولي

پېښه د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ په امیر آغا بازار کي د هاوان د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودني له امله رامنځ ته سوې.

سرچینه وايي، په پېښه کي د یوې کورنۍ دوه کوچنیان وژل سوي او درې ټپیان دي.

دغو کوچنیانو غوښتل دغه مرمۍ پر کباړ والا خرڅه کړي.

په جنوبي ولایتونو کي لا هم پخواني ماینونه او چاودېدونکي توکي سته، چي ډېره کله ورته پېښي را منځ ته کیږي.