هندي چارواکي : په مذهبي مراسمو کي لږ تر لږه ۴۶ کسان په اوبو کي ډوب سوي دي

هندي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي، چي د دغه هیواد په ختیځ کي د هندوانو په مذهبي مراسمو کي لږ تر لږه ۴۶ کسان په اوبو کي ډوب سوي دي.
د دغو مذهبي مراسمو په ترڅ کي هندوان د سیندونو او جهیلونو په اوبو کي لمبیږي.
دا په داسي حال کي ده چي د وروستیو سختو اورښتونو او سیلابونو له کبله په هند کي د ډیرو سیندونو د اوبو سطحه پورته سوې ده.
د بیهار ایالت د بیړنیو حالات سره د مبارزې ادارې چارواکو ویلي مرګ ژوبله په بیلا بیلو ځایونو کي د مذهبي مراسمو په ترڅ کي رامنځته سوې او په قربانیانو کي ۳۷ تنه کوچنیان دي.
په اوبو کي د خلکو د ډوبیدلو دا پیښي د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کي د بیهار ایالت په ۱۵ ولسوالیو کي د “جیتیا پارو” د جشن په ترڅ کي رامنځته سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *