هند د افغانانو له پاره د انلاین ویزو د ورکړې بهیر بیا پیل کړ

د هندي رسنيو د یوه تازه راپور له مخي، د هند حکومت د تېري زېږیزي میاشتي (اپرېل ۲۰۲۵) په وروستۍ اوونۍ کښي د افغان اتباعو له پاره د انلاین ویزو د ورکړي بهیر بیا پیل کړی دئ. دا پرېکړه وروسته له هغه سوې چي د ۲۰۲۱ کال په اګست کښي د ط..البانو له بیا واکمنۍ وروسته هند د ویزو ورکړه درولې وه.
د راپور په حواله، دغه انلاین ویزې په ځانګړي ډول هغو افغانانو ته ورکول کیږي، چي د سوداګرۍ، روغتیايي درملني، ورزشي سیالیو او یا هم هنري فعالیتونو له پاره هند ته د تګ اړتیا لري. سربېره پر دې، په هند کښي د افغان زده‌کړیالانو مور او پلار او هغه کسان چي په دغه هيواد کښي ملکیت لري، هم کولای سي د دې ویزو لپاره غوښتنلیک واستوي.
د سرچینو په وینا، دا ګام د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو او په ځانګړي توګه د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګریزو او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په موخه اخیستل سوی دئ. د هند دغه اقدام د افغانانو له پاره یو مهم فرصت بلل کیږي، ځکه چي ډېری افغانان د درملني، زده‌کړئ او یا هم سوداګریزو موخو لپاره هند ته سفر کوي.
تر اوسه د هند سفارت له لوري د ویزو د ورکړي په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره سوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *