د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، آناند پراکاش، ویلي چي هند به ډېر ژر د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان سره خپلي باروړونکي الوتني بیا پیل کړي.
پراکاش ویلي، د کابل څخه ډهلي او له کابل څخه امرتسر ته د بار وړونکو الوتنو چټک پیل ته هند خپل چمتووالی نيولی او اوس یوازي د ط..البانو له اړخه د لازمي اسنادو ترلاسه کېدو ته انتظار دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخي دغه پرېکړه د ط..البانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند ته د وروستي سفر پر مهال سوې ده.
آناند پراکاش دا اقدام د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان سره د هند د مستقیمو سوداګریزو اړیکو د بیا پیلېدو نښه بللې ده.
دا خبر په داسي حال کي خپرېږي چي د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزي اړیکي د وروستیو شخړو له امله ټکنۍ سوي دي او ط..البان اوس خپل صادرات او واردات د بدیلو لارو، په ځانګړي ډول د ایران او منځنۍ آسیا له هيوادونو، ترسره کوي.