د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د پاکستان د پوځ هغه ادعا په کلکه رد کړې، چي وايي هند د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کي د پاکستاني پوځیانو پر کاروان د موټر بم برید تر شا لاس لري.
دا برید د شنبې په ورځ ترسره سوی، چي په پایله کي ئې لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل سوي وو . دغه برید د شمالي وزیرستان په یوه حساسه سیمه کي سوی، چي د وسلهوالو فعالیتونو له امله ډېر وخت د تاوتریخوالي پېښي په کښي رامنځ ته کېږي. جي شنکر د پاکستان دغه تورونه بېاساسه بللي او ویلي ئې دي، چي هند په دې برید کي هیڅ ډول رول نه لري.