هند له افغانستان سره د روغتیا په برخه کي د واکسین مرسته کړې ده

د هندي رسنیو د راپور له مخي د هند دولت د افغانستان سره د ورغتیا په برخه کښي د ۴.۸ ټنه واکسین مرسته کړې ده.
د هندي رسنیو په حواله چي دا واکسین د بېلابېلو ناروغیو لکه لیوني سپي (Rabies)، تیتانوس، تور ژړي  (هیپاتایتس بي) او انفلونزا د مخنیوي لپاره اړین دئ.
د یادوني وړ ده، چي د دغه واکسین سره به په افغانستان کي د زرګونو کسانو ژوند وژغورل سي.