د هند ځانګړي استازي جيپي سېنګ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدنه کي ژمنه کړې چي افغانانو ته به د هند د ویزو په برخه کي لا ډېري اسانتیاوي برابري کړي.
په دې لیدنه کي دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي اړیکو او د خلکو ترمنځ د تګ او راتګ په اړه هم بحث او خبري کړي دي.
د بهرنیوچارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چي امیرخان متقي په دې کتنه کي افغان سوداګرو ته د هند د ویزو ورکړې په برخه کي د اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه کړې.
د افغانستان لپاره د هند جمهوریت ځانګړي استازي جيپيسېنګ ټينګار کړی چي هند ته له افغانستان سره اړیکي مهمي دي.
هغه د افغانستان په ګډون د سیمي هیوادونو سره د چابهار بندر په اړه تړاو د تخنیکي پلاویو ترمنځ د خبرو پیل ترڅنګ ویلي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه ده.