هند پاکستان ته خبرداری ورکړی چي په دغه هیواد کي به ترهګر په نښه کړي

د هند د دفاع وزیر ویلي، په هغو ترهګرو پسي به پاکستان ته د ورتلو اقدام وکړي، چي د دوی په هیواد کي له بریدونو وروسته پاکستان ته اوړي.
رجنات سينګ وايي، هند تل له خپلو ګاونډيانو سره ښې اړیکي غوښتي دي، خو که څوک په تکرار سره په هند کي د ترهګریزو بریدونو هڅه کوي او هند ته ورځي دوی به یې پرې نږدي.
هغه زیاته کړې، هیواد یې له ۲۰۲۰ میلادي کال راهیسي ۲۰ هغه کسان په پاکستان کي په نښه کړي او وژلي دي چي په هند کي یې ترهګریز فعالیتونه کړي وه.
پاکستان تل تور پوري کړی چي ګواکي هند د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ازادي غوښتونکو ملاتړ کوي او دا دوې ډلي په پاکستان کي د هند په مرسته لوی بریدونه تر سره کوي.
هند هم تر دې مخکي پاکستان تورن کړی، چي په کشمیر کي د سخت دریځو افراطي ډلو ملاتړ کوي او دا ډلي د هند خلاف بریدونه تر سره کوي.
هندي چارواکي دا څرګندني پر داسي مهال کوي چي دغه هیواد تازه یو نوی بالستیک توغندی (اګنی پرایم) په بریالیتوب سره وازمایه.
‏ویل کیږي چي دا یوولس ټنه او لس نیم متره توغندی کابو ۲ زره کیلومتره واټن ویشتلای سي.