هند: پاکستان په افغانستان کي خپله لاره ورکه کړې ده

د هند د بهرنيو چارو وزیر سوبرامانيام جي شنکر وايي پاکستان خپل د لوبي په هغه جال کي ګير سوی، چي يو وخت به ئې ترهګري ډلي په افغانستان او سيمه کي پاللې. هغه وايي نن ورځ پاکستان د هغه وسلو ډلو څخه کړيږي چي په تيرو شلو کلنو کي به ئې د افغانستان دمخکني جمهوري نظام پر ضد استفاده کولې.
دهغه په وينا کوم وخت چي امريکا د افغانستان څخه ووتل او ط…البان پر سر د قدرت راغلل او په پاکستان کي د پاکستان حکومت په وړاندي پاکستاني ط…البانو وسله پورته کړل دا ټول د پاکستان دهغه ناسمي سياسي لوبي پايله وه، چي پاکستان په افغانستان او سيمه کي روانه ساتلي وه.
هغه وايي پاکستان په افغانستان کي خپله لاره ورکه کړې ده، پاکستان چي کوم اور مخکي په افغانستان کي بل کړی و اوس د هغه اور څخه خپله کړيږي.