د پخواني جمهوري نظام لوي درستيز هيبت الله عليزي پر خپله ايکس پاڼه باندي ټولو افغانانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي ويلې ده.
هغه د اختر د مبارکۍ په پيغام کښي ويلي دي، چي د ط..البانو له خوا پخوانيو سرتيرو نيول او شکنجه کول د اندېښني وړ دي.
هغه پر خپله ايکس پاڼه ليکلي:«د فردي ازاديو محدودول، د ښځو د حقونو جدي نقض او د پخوانيو سرتيرو نیول او ځورول د جدي اندېښنې وړ دي.»
عليز دغه راز ويلي دي، چي دا وضيعت پر همدا حال نه پاتيږي بلکي تغيريږي.
هغه وايي چي افغان ميرمني د خوښيو په ورځو کښي هم دردمني او غمجني دي.