هېڅ هېواد نه غواړي چي له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښ رامنځته سي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ ويلي ؛ هيڅ هيواد نه غواړي چي له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښ رامنځته سي هغه زياته کړې د ټولو هيوادونو دا غوښتنه ده چي نجوني او ښځي بيرته تعليم ته پريښودل سي او همدارنګه ورته د کار کولو اجازه ورکړي

د اقتصاد په برخه کي ټولو هيوادونو دې ته ژمنتيا ښودلې چي له افغانستان سره ښې تجارتي اړيکي جوړي کړي او همدا ډول د بشر دوستانه مرستو لړۍ نوره هم وغځوي

نوموړي ويلي چي ګڼ شمېر هېوادونو د کوکنارو پر ضد د طالبانو د بندیز پلي کول منلی چې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو د ارزوني له مخي د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم سوی دی.