واحدالله نژند په آزادو رزمي لوبو کي خپل بوسنیايي سیال ته ماته ورکړه

د آزادو رزمي لوبو یا “ایم‌ایم‌اې” افغان لوبغاړي واحدالله نژند پرون په اوکتاګون سازمان کي خپل بوسنیايي سیال ته په لومړي رونډ یا پړاو کي ماته ورکړه.

په دې سیالۍ کي چي تیره شپه ناوخته د جرمني په اوبرهاوسن ښار کي ترسره سوه له بېلابېلو هیوادونو څخه ۲۲ ورزشکارانو ګډون کړی وو، خو له افغانستان څخه یوازي نژند حاضر و.

نژند خپل سیال مکس هانداناژیک ته په لومړي رونډ کي د سبمیشن په وسیله ماته ورکړه.

هانداناژیک د نژند د ضربې په نتیجه کي د څو ثانیو لپاره بېسده سو او بیا ریفري نژند ګټونکی اعلان کړ.